انصار: (د مرغومی 21مه)، ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ پیل کړي
دا سیالۍ د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې د هند په موهالي لوبغالي کې پیلیږي.
د افغانستان له لوري په یاده سیالۍ کې راشد خان د ملا عملیات له کبله نشي لوبېدي؛ خو د هند له لوري بیا ویرات کوهلي په لومړۍ سیالۍ کې د یو لړ شخصي ستونزو له کبله نه لوبیږي.
که څه هم افغانستان او هند تر دې وړاندې څلور ځلې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې سره مخ شوي، چې ټولې یې هند ګټلې؛ خو د افغان لوبډلې لوبډل مشر ابراهیم ځدران ویلي، چې دغې سیالۍ ته یې بشپړ چمتووالی نیولی او هیله لري، چې له هند څخه سیالۍ وګټي.
دا لومړی ځل دی، چې افغان لوبډله له هند سره د درې شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29528